د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې د نورو بندیزونو لګول رد کړل

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ د وضعیت پر سر پر روسیې د نورو بندیزونو لګول رد کړل.

هایکو ماس پرون د «ARD» له رسنۍ سره په خبرو کې وویل، دی په دې شک کوي چې ایا پر روسیې نور بندیزونه به د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د ده باور ښایي نتیجه‌یې برعکس وي.

اروپایي ټولنې د ناوالنۍ چې په روسیه کې زنداني او روغتیایي وضعیت‌یې خطرناک دی او دغه‌راز له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپووزمې د یوځای کېدو او د اوکراین په ختیځ کې د مداخلې په خاطر پر روسیې بندیزونه لګولي دي.

ښاغلي ماس وویل، د دغو بندیزونو سره به دا مهمه وي چې د وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره له روسیې سره ډيالوګ پر مخ یوړل شي.