د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان استعفا وکړه

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان استعفا وکړه. هغه په دې کار له وخت مخکې انتخاباتو ته لار پرانېسته.

پاشینیان له اذربایجان سره د ارمنستان د جګړې پر وخت د ګڼو سیاسي فشارونو سره مخ وو.

نیکول پاشینیان نن یکشنبه (د غويي ۵مه) په خپل فیسبوک کې لیکلي چې له ولسمشر او نورو سیاسي ګروپونو سره په سلا استعفا کوي څو له وخت مخکې د جون په ۲۰ مه ټاکنې وشي.

هغه بیا دا ویلي چې تر ټاکنو به خپل کار ته دوام ورکړي. پاشینیان په ټاکنو کې د کاندیدۍ اراده هم ښودلې.