د هرات والي وايي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) په یوه چاودنه کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه غرمه مهال د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د ماراباد کلي په جومات کې شوې.
قتالي زیاته کړه، د دوی د اطلاعاتو له مخې د طالبانو غړیو دې جومات کې ماینونه او انتحاري واسکټونه جوړول.
خپلواکو سرچینو په سیمه کې د دې خبر د کره والي په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم د هرات د والي د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.