مېلر: افغانستان کې که پر بهرنیو سرتیرو برید وشي سخت ځواب به ورکړل شي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ګواښ وکړ که طالبان او یا نور ترهګر په بهرنیو ځواکونو د وتلو پر وخت برید وکړ سخت ځواب به ورکړل شي.

جنرال سکاټ مېلر نن یکشنبه (د غويي ۵مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته دا څرګندونې کړي: "د مخکې تګ یواځینۍ مناسبه لار د سولې په لور یوه سیاسي لار ده، ما د طالبانو له غړو او د هغوی له سیاسي کمېسیون سره ولیدل او ورته ومې ویل چې تاوتریخوالي ته ستنېدل او د پوځي لارې زور کارول به د افغانستان او افغانانو لپاره یوه تراژيدي وي."

سکاټ مېلر همدا راز وویل چې بهرني ځواکونه به خپلې اډې په تدریجي توګه افغان ځواکونو ته وسپاري.

مېلر همدا راز ټینګار وکړ چې طالبان دې له القاعده سره اړیکې پرې کړي ځکه بهرني ځواکونه غواړي ډاډمن شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله نه بدلیږي.

تمه ده د مې له لومړۍ د امریکا او ناټو ځواکونو وتل پیل او د سېپټمبر په ۱۱مه بشپړ شي.