امریکا کې مېشتو ارمني ټبرو د بایډن له تازه اعلانه هرکلی کړی

په امریکا کې مېشت ارمني ټبره

په امریکا کې مېشتو ارمني ټبرو د دغه هېواد د جمهور رئیس جو بایډن له تازه اعلانه هرکلی کړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون شنبه (د غويي ۵مه) په یوه رسمي بیانیه کې د لومړۍ نړیوالې جګرې پرمهال د ارمنیانو وژنه، نسل وژنه یاده کړه.

د بایډن دغه اعلان د انقرې غوسه پارولې او امریکا متحده ایالاتونه یې د تاریخ په بیا لیکلو تورن کړی.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن په حواله د ارمنیانو د وژنې د یادښت په خاطر اعلامیه پرون خپره کړه.

ګڼ ارمنیان د ۱۹۱۵ کال په لومړیو کې د عثماني امپراطورۍ پر مهال ووژل شول.

انقره ټینګار کوي چې دا وژنې پلان شوې نه وې بلکې د کورنۍ جګړې پرمهال شوي.