د پاکستان سفیر: سولې لپاره د پاکستان استازی افغان چارواکو سره ګوري

د افغان سولې لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړی استازی محمد صادق

د افغان سولې لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړی استازی محمد صادق نن یکشنبه (د غويي ۵مه) کابل ته راغلی.

دا خبره په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپل ټوېټر کړې.

هغه ویلي، د ښاغلي صادق په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به له افغان چارواکو سره د سولې، امنیت او دوه اړخیزو مسئلو په اړه بحث وکړي.

محمد صادق وروسته له هغه کابل ته سفر کوي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان د ابادۍ او ویجاړۍ تر منځ دې یو انتخاب وکړي.

وړمه ورځ د ترکیې په کوربه توب د پاکستان، افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم شوې وه.

په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا د افغان سولې لپاره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه ویلي دا دری اړخیزه غونډه په مهم وخت کې چې د افغان سولې پروسه حساس پړاو ته داخله شوې او د خبرو د مثبتو پایلو لپاره ټولیزه هیله په ډاګه کوي.