کورنیو چارو وزارت کندهار کې د طالبانو پوځي قوماندان وژلی

ارشیف، افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو لوړپوړی پوځي قوماندان وژلی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه قوماندان مولوي جعفر نومېږي چې د ۱۵۰ طالبانو مشري یې کوله.

ارین ویلي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې چې پرون شنبه (د غويي ۴مه) ترسره شوي، د مولوي جعفر څلور ساتونکي هم وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.