د ایران العالم ټلوېزیون وایي، هغه تېل وړونکې بېړۍ د دوی ده چې پرون شنبه (د غويي ۴مه) سوریه کې برید پرې وشو.
دا د هغو درېیو ایراني بیړیو یوه ده چې څه موده وړاندې د تیلو دغه ترمینل ته لېږل شوې وې.
د سوریې دولتي خبري اژانس سنا د هغه هېواد د چارواکو په حواله وایي، امکان شته چې دا بېړۍ دې د لبنان له اوبو په بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي وي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې بریتانیا کې دی ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا حمله چا ترسره کړې؟ هغه حمله چې مرګ ژوبله نه لري.
د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمان فرانس پرېس ته ویلي، نه پوهېږي چې دا برید اسرائیل کړی او که نه؟
ایراني چارواکو هم د پیښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.