یو شمېر هېوادونه: د میانمار پوځي مشران دې د معترضانو ځپل بند کړي

برما کې روان تاوتریخوالی

د جنوب ختیځې اسیا د څو هېوادونو مشرانو نن شنبه (د غويي ۴مه) د میانمار پر پوځي مشرانو غږ وکړ چې له پوځي کودتا وروسته د معترضانو وژل او ځپل بند کړي.

د جنوب ختیځې اسیا د همکارۍ د ټولنې ازیان د شپږو غړو هېوادو د دولتونو مشرانو او د درېیو نورو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غوښتنه نن شنبه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د میانمار د پوځي ادارې له مشر جنرال ماین اونګ هلاینګ سره په بېړنۍ غونډه کې وکړه.

دا غونډه د دې لپاره رابلل شوې وه چې د ډموکراسۍ پر پلوي معترضانو د پوځ د ځپلونکو اقداماتو بندولو ته حل لاره پیدا کړي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو وېدوېدو د تشدد د پای ته رسېدو او د نیولو شویو معترضانو د خوشې کولو پر غوښتنه ټینګار وکړ.

د سنګاپور صدراعظم لي حسین لونګ Lee Hsien Loong د میانمار یا پخوانۍ برما له پوځي چارواکو وغوښتل چې د ازیان ټولنې او د ملګرو ملتونو استازو ته اجازه ورکړي چې د وضعیت د ارزونې لپاره دې هېواد ته سفر وکړي.

د میانمار یا برما پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه د یوې کودتا په پایله کې د آنګ سان سوچي په مشرۍ ملکي حکومت له واکه لیرې کړ او له هماغه راهیسې د ډموکراسۍ د پلويانو مظاهرې پیل شوې دي.