په غزني ولایت کې د یوه ماین چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن شنبې (د غويي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن سهار په ښار کې شوې ده: "د غرني د مرکز اړوند د درېیمې حوزې په اړونده سیمه شالیز کې د وسله والو مخالفینو له خوا پر ځای پرځای شوي ماین د ملکي وګړو یو ټونس ډوله موټر برابر شوی چې په ترڅ کې یې څلور تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي."
د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
تیره اوونۍ هم د غزني د قره باغ ولسوالۍ په لایق کلي کې د سړک د غاړې یوه ماین چاودنې څلور ملکي کسان ووژل.