ننګرهار چارواکي: سپين غر لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

افغان سرتیري د عملیاتو پر مهال

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو د سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال وژلی دی.

په هغه خبرپانه کې چې نن شنبه (د غويي ۴مه) د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر خپره کړه راغلي چې طالبانو تېره شپه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو برید وکړ خو افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال مسافر او د هغه څلور ملګري ووژل او پنځه نور وسله وال یې ټپیان کړل.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.