د سپېس اېکس له ستوربېړۍ سره ۴ ستورمزلي هوايي سټېشن سره یوځای شول 

څلور ستورمزلي

له سپېس اېکس ستوربېړۍ سره څلور ستورمزلي نن شنبه (د غويي ۴مه) له نړیوال هوايي سټېشن سره یوځای شول.

کریو ډراګن Crew Dragon سفینه چې یو ځل مخکې هم کارول شوې ده په فلورېډا کې د کنېدې له فضايي مرکزه تر توغېدو یوه ورځ وروسته له نړیوال هوايي سټېشنه 'ISS' سره ونښته.

دا د سپېس اېکس درېیمه ستوربېړۍ ده چې د ځمکې پر مدار تاوېدونکي فضايي سټېشن ته ځي خو دا لومړی ځل دی چې د ایلون ماسک خصوصي شرکت او ناسا په ګډه یو ځل کارول شوې سفینه فضا ته استوي.

فضايي ساینسپوهان وايي، د سفینې کړکۍ به له 'ISS' سره تر یوځای کېدو دوه ساعته وروسته مرکز ته دننه ورخلاصې شي او تګ راتګ به په کې پیل شي.