ښایي نن جوبایډن د ارمنیانو وژنه په رسمیت وپېژني

ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن نن شنبه (د غويي ۴مه) یو اعلان وکړي، داسې اوازې دي چې ښایي ښاغلی بایډن، د نړیوالې لومړۍ جګړې پر مهال د عثماني امپراطوري په دوران کې د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې قضیه په رسمیت وپیژني.

جو بایډن چې کله ولسمشرۍ ته کاندید شوی و، نوموړي ژمنه کړې وه چې یو سمبولیک ګام به واخلي او نن د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې تلین دی.

ارمنیانو له څو لسیزو راهیسې دا غوښتنه لرله چې نړیوال د دوی پر ډله ییزې وژنې اعتراف وکړي، خو ترکیې به تل له دې سره مخالفت کاوه.

سپینې ماڼۍ پرون وویل چې ولسمشر جوبایډن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

رویټرز اژانس له دې ټیلیفوني مکالمې څخه د باخبره سرچینو په وینا خبر ورکوي چې ولسمشربایډن خپل ترکي سیال ته دا خبره وکړه چې دی به د عثماني امپراطوري له لوري د ارمنیانو وژل او بې کوره کول د ډله ییزې وژنې په توګه په رسمیت وپیژني.

د راپورونو له مخې د نړیوالې لومړۍ جګړې په ترڅ کې او تر هغې لږ وروسته عثماني ترکانو یو نیم میلیون ارمني عیسویان وژلي دي.

انقره وایي چې دا کسان د کورنۍ جګړې پر مهال وژل شوي او د عثماني دولت د منظم پلان له مخې نه دي وژل شوي.