سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن به د جون په میاشت کې بریتانیا او بلجیم ته ولاړ شي.
دا به د ولسمشر په توګه بهر ته د جوبایډن لومړی رسمي سفر وي.
د سپینې مانۍ ویاندې جین ساکي د جمعې په ورځ وویل، د دې سفر یو هدف له خپلو متحدانو سره له نژدې همکاري ده.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر بایډن به د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې په بریتانیا کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو په سرمشریزه کې برخه واخلي له هغه ځایه به بروکسل ته ولاړ شي او د جون په ۱۴مه به د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي، همدا راز به د اروپایي ټولنې او امریکا د مشرانو په غونډه کې به برخه واخلي.