نامعلومو وسله والو کابل کې څلور امنیتي  منسوبین وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په دوو جلاجلا پېښو کې نامعلومو وسله والو په کابل کې یو ملکي کس او څلور تنه پوځي منسوبین وژلي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، لومړۍ پېښه د کابل د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې شوې او دوهمه د دې ولایت په پغمان ولسوالۍ کې شوې ده.

امنیه قوماندانۍ وايي، دواړه پېښې تر څېړنو لاندې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښو پړه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې چې تېره سې شنبه (د وري ۳۱مه) نامعلومو وسله والو د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې په لومړي بلاک سیمه کې دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو وژلي وو.

د دې پېښې پړه هم چا نه وه منلې.