د افغانستان د سولې ولسي حرکت نن شنبه (د غويي ۴مه) په پنځه ویشتو ولایتونو کې د دوی په ټکو 'د افغان وژنې' د درولو کمپاینونه پيلوي.
د دغه حرکت مشر بسم الله وطندوست وایي، دوی د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې جګړه بس کړي: "بهرنیان وځي، نور جګړه د څه لپاره؟ د سولې ولسي حرکت د شنبې په ورځ په پنځه ویشتو ولایتونو کې تر همدغه سرلیک لاندې خبري کانفرانسونه او کمپاین پيلوي، دا کمپاین د استانبول غونډې په ارتباط پیلیږي."
ښاغلی وطندوست وایي، دوی پر نړیوالو هم غږ کوي چې پر افغانانو تپل شوې جګړه پای ته ورسوي.
دغه حرکت چې د څو هلمندي ځوانانو په نوښت پيل شوی او اوس یې لمن پراخه شوې، له دې وړاندې هم ورته غونډې او اعتراضونه کړي دي، خو چا غوږ نه دی پرې ږرولی.