د غور چارواکي: د طالبانو په کمین کې دوه تنه وژل شوي

ارشیف، د غور مرکز فیروزکو

د غور چارواکي وایي چې د طالبانو په کمین کې یو سیمه ییز پاڅونوال او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

پېښه پرون جمعه (د غويي ۳مه) له غرمې وروسته د غور په شهرک ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د سیمه ییزو پاڅونوالو غړي په ګزمه وتلي وو.

د شهرک ولسوال محمد کبیري ازادي راډیو ته پېښه تایید کړه، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

سیمه ییز پاڅونوال هغه وسله وال دي چې د افغانستان د دولت په ملاتړ یې د خپلو سیمو امنیت ته وسله اخېستې ده.

طالبانو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.