د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کرونا اخته شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کرونا اخته شوی دی.

ښاغلي اتمر تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د کرونا د معاینې پایله یې مثبته ده او له همدې کبله یې ترکیه کې له خپل ترکي او پاکستاني سیال سره له نژدې نه دي کتلي.

د ترکیې په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون جمعه(د غويي ۳مه) په استانبول کې ترسره شوه.

دوی په دې غونډه کې پر داسې سملاسي اوربند ټینګار وکړ چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي او هم یې له طالبانو وغوښتل چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو ودریږي.