لغمان کې پر لمونځ کوونکو ډزې؛ یو تن وژل شوی او ۳ ټپیان دي

د پېښې ټپیان د لغمان مرکزي روغتون ته وړل شوي

نا معلومو وسله والو د لغمان په مرکز مهترلام کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې یو قومي مشر یې وژلی او ۳ تنه یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه د تراویح لمانځه پر مهال شوې ده: "د لغمان اړوند علي خېلو سیمه کې نامعلومه وسله والو پر قومي مشر حاجي لعل اغا باندې ډزې کړي، متاسفانه حاجي لعل اغا وژل شوی او درې ملکیان ټپيان دي چې ټپيان مهترلام روغتون ته انتقال شوي دي."

دی زیاتوي، امنیتي مسؤلینو ته لارښوونه شوې، څو د دغې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د لغمان ګاونډ ننګرهار کې هم په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی و چې د یوې کورنۍ ۸ غړي په کې وژل شوي وو او دوه نور ټپیان وو.

د دغو پېښو مسؤلیت چا نه دی منلی.