روسیه کریمیا ته له نژدې سیمې خپلو اډو ته خپل پوځیان ستنوي

روسي سرتیري

د روسیې د دفاع وزارت وایي، له لوړې کچې پوځي مانورې وروسته یې کریمیا ته له نژدې سیمې بېرته خپلو دایمي اډو ته د پوځیانو ستنول پيل کړي دي.

دغه وزارت پرون جمعه (د غويي ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ځواکونو کنډکونه او ډلې یې دا مهال د ریل ګاډو سټېشنونو، هوایي ډګرونو او پوځي بیړیو ته پر لاره دي چې خپلو اډو ته ولاړ شي.

دا اعلان داسې مهال وشو چې د اوکراین ختیځ ته په نژدې سیمو کې د پوځي حضور د زیاتوالي له کبله د روسیې او لویدیځو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوي دي.

دغې سیمه کې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په جګړه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې تراوسه څه باندې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.