د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي، چک او روسیه به په خپلو سفارتونو کې یوازې د ۳۵ کسانو اجازه ولري.
د دغو دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر هغې خړې پړې شوې چې چکي چارواکو د ۲۰۱۴ کال په یوه چاودنه کې روسیه په لاس درلودو تورنه کړه.
په پراګ کې به د روسیې سفارت او مسکو کې به د چک سفارت ۷ دیپلوماتان او ۲۵ اداري او تخنیکي کارکوونکي ولري.
دا خبره د چک د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک د چک یوې ورځپاڼې سره مرکه کې کړې ده.
له دې یوه ورځ وړاندې دغه چکي چارواکي ویلي و، دوی مسکو کې د خپل سفارت دننه ۳۵ کسان لري، نو روسیه هم باید پراګ کې د سفارت همدومره کسان ولري.