د ننګرهار د والي دفتر په جلالاباد ښار کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوې اعلامیه کې راغلي چې دا چاودنه نن غرمه ۱۲ بجې د جلالاباد-تورخم پر عمومي لارې د پولیسو پر موټر شوې ده.
اعلامیه زیاتوي چې په دې پېښه کې یو بل سرتېری ټپي شوی هم دی.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.