اروپایې ټولنې په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو ګرم اوړی تېر کړ.
د اروپا د چاپېریال ادارې پرون په یوه راپور کې وویل چې پروسږکال د هوا د حرارت درجه تر ۱،۶ پورې لوړه شوې وه.
په راپور کې راغلي چې اروپایي هېوادونو له ۱۹۸۱ کال راپدېخوا تر ټولو ګرم منی او ژمی ثبت کړ.
د تېر کال په اوږدو کې په اروپایي هېوادونو کې د حرارت درجې د لوړوالي دلیل معلوم نهشو، خو تمه ده د نړۍ څه باندې ۴۰ هېوادونه به د چاپېریال په اړه په دوه ورځنۍ غونډه کې د ځمکې په تودېدو خبرې وکړي.