د لیبیا په سواحلو کې له پناه غوښتونکو یوه ډکه ربړي بېړۍ یا جاله ډوبه شوې ده.
د راپورونو په اساس دې بېړۍ کې ۱۳۰ کسان ناست و.
د مدیترانې سمندرګي د بېړنیو مرستو رسولو سازمان اعلان کړی چې لا څوک نهدي ژغورل شوي.
یوازې د ۱۰ کسانو مړي او د بېړۍ ځینې ټوټې پيدا شوې دي.
د وایکنګ ژغورندیه سازمان د همغږۍ مسؤلې لوییزا البرا پرون ویلي چې له دوی سې شنبه د مرستې غوښتنه شوې وه.
د ژغورنې درې کښتۍ له هغه راهیسې د لیبیا په ساحلونو کې ګرځي، خو څوکیې نهدي موندلي.
د ملګرو ملتونو سازمان د راپورونو له مخې د سږ کال له پيل تر دې دمه اروپا ته په لار د مدیترانې سمندرګي کې له ۳۵۰ زیات پناه غوښتونکي په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.
له لیبیا نه ګڼ افریقایان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوي.