امریکا د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره افغانستان ته اضافي ځواکونه استوي

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا پوځ په پام کې لري چې د خپلو سرتېرو د ایستلو د عملیاتو لپاره افغانستان ته اضافي ځواکونه واستوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي پرون پنجشنبه د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې دا تدابیر به له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو د بهیر خوندیتوب یقیني کړي.

ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۳مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه وتل پیل کړي او دا بهیر به د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي.

په همدې ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم اعلان وکړ چې ناټو به خپل ځواکونه په همدې نېټو له افغانستانه وباسي.

اوس‌مهال د امریکا دوه‌نیم زره او د ناټو شاوخوا اووه زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي.