په پام کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې نن له خپلو پاکستاني او ترکي سیالانو سره وګوري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې محمد حنیف اتمر به له شاه محمود قریشي او مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې د سولې پر اړوندو مسایلو بحث وکړي.
ښاغلی تهذیب وايي: "په پام کې ده په دې غونډه کې د درېیو مواردو، د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع د پیاوړي کولو او په دې برخه کې د پاکستان او ترکیې د ونډې او همداراز د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشي."
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې د هڅو د سمون لپاره د اپرېل په ۲۴مه نېټه په استانبول کې یوه مهمه غونډه جوړه شي، خو دا غونډه وروسته له هغه لغوه شوه چې طالبانو پهکې له ګډون څخه ډډه وکړه.
ترکي چارواکو ویلي دي چې ښايي له کمکي اختر وروسته دا غونډه جوړه شي.