کریمیا ټاپووزمه کې پوځي تطبیقات: روسي ځواکونه خپلو دایمي اډو ته ستنېږي

د روسي ځواکونو پراخ پوځي تطبیقات

مسکو د روسیې په جنوب او د اوکراین د کریمیا ټاپووزمې په شاوخوا کې له پراخو پوځي تطبیقاتو وروسته روسي ځواکونو ته امر کړی چې خپلو دایمي اډو ته ستانه شي.

مسکو په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ټاپووزمه د خپلې خاورې جز وګرځوله.

روسیې په کریمیا کې دا تطبیقات د لسګونه جنګي کښتیو، سلګونه جنګي الوتکو او د زرګونه پلیو سرتېرو په ښودلو ترسره کړل. امریکا او ناټو وايي چې دا له ۲۰۱۴ کال په راوروسته موده کې د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې تر ټولو پیاوړی پوڅي حضور و.

پرونی اعلان داسې مهال کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځي تحرکاتو له کبله د لوېدیځ او مسکو په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی. د اوکراین په ختیځ کې روس پلوي بېلتون‌پال له اوکرایني ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

په دې جګړو کې تر اوسه له ۱۴ زرو زیات خلک وژل شوي دي.