د بریتانیا ولسي جرګې د چین پر ضد پارلماني اقدام تأیید کړ

ارشیف، د بریتانیا پارلمان

د بریتانیا ولسي جرګې هغه پارلماني اقدام تأیید کړ چې د چین په شمال لوېدیځ ایالت سینکیانګ کې د اویغور او نورو مسلمان اقلیتونو پر ضد د پیکېنګ اقدامات د بشریت پر ضد جنایات او جینوسایډ بولي.

دا اعلامیه چې پرون د اپرېل په ۲۲مه تصویب شوه او اجرایي تضمین نه‌لري د چین د حکومت پر وړاندې د پارلمان د غړو د مخ په زیاتېدونکي اعتراض څرګندونه کوي.

ویل کېږي چې لږترلږه یو ملیون اویغوران او نور اقلیتونه چې ډېری مسلمانان دي، په سینکیانګ کې توقیف ځایونو ته په ورته جبري کمپونو کې ساتل کېږي.

په دې کمپونو کې له غیر قانوني توقیفونو نیولې د ښځو تر جبري شنډولو، بېګار او په سیستماتیک ډول له اساسي ازادیو د مسلمانانو تر محرومولو پورې د بېلابېلو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

له دې مخکې د متحده ایالاتو حکومت او د بلجیم، هالنډ او کاناډا پارلمانونو هم پر پیکېنګ د جینوسایډ تور پورې کړی دی.