پنجشېر کې د ۵۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي چرس

د پنجشېر ولایت پولیسو په دوو جلا جلا عملياتو کې د چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.

په لومړیو عملياتو کې ۴۰ کيلو ګرامه چرس چې په يوه ټونس موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې له پنجشېر ولايت څخه دباندې قاچاق کړل شي، د دې ولايت په مرکز کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت ازادي راډيو ته وويل: "په دوهمو عملياتو کې ۱۰ کيلوګرامه چرس په يوه سراچه موټر کې داسې مهال ونيول شول چې په پام کې وه ګاونډي ولايت ته قاچاق کړل شي."

د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور دوه موټر چلوونکي هم نيول شوي دي.