ننګرهار کې دوه تنه د ۶۴ کيلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

ارشیف، ننګرهار کې دوه تنه نیول شوي کسان

په ننګرهار ولايت کې دوه قاچاق کوونکي داسې مهال ونيول شول چې تر ۶۰ کيلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد يې قاچاق کول.

د ننګرهار ولايت په سرخ رود ولسوالۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل چې دا مواد له يوه ګاونډي ولایت څخه ننګرهار ولايت ته راوړل شوي او په پام کې وه چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي.