د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د نشهيي موادو اووه قاچاق کوونکي ونيول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت کارکوونکو د بلخ ولايت په جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر کې پنځه تنه په داسې حال کې ونيول چې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئينيې په خپلو خېټو کې پټ کړي او غوښتليې چې هند تهيې قاچاق کړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "په دوهم اقدام کې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په داسې حال کې ونيول شول چې هند ته قاچاق کېدل."