د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ووژل شو

ارشیف، غزني کې یو شمېر افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته نن وویل: "د ده‌یک سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد تېره شپه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو."

جمعه‌زاده همداراز وویل چې په دې نښته کې د غزني د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر جاوېد خلجی ټپي شوی دی.

د ده په وینا طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نه‌شي ویلی.

له څو ورځو راهیسې د غزني په قره‌باغ، مقر، اب بند او ده‌یک ولسوالیو او د غزني د مرکز په ارزو سیمه کې سختې جګړې روانې دي.