د اندونیزیا یو ستر اوبتل بې درکه شوی

ارشیف

د اندونیزیا سمندري ځواک پرون چهارشنبه (د غويي ۱) وویل چې یو ستر اوبتل یې چې ۵۳ تنه عمله په کې سپره ده، بې درکه شوی دی.

د اندونیزیا د وسله والو ځواک د لوی درستیز په وینا دا اوبتل د بالي ټاپو په شمالي اوبو کې ورک شوی او د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

ده همدا راز وویل چې دې اوبتل په یوه مانوره کې ګډون کړی و چې له مرکز سره یې تماس پرې شو.