د یمن لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د یمن له حوثیانو سره د ایران ملاتړ ډېر زیات دی.
ټیم لنډرکینګ پرون چهارشنبه(د غويي ۱) د کانګرس غړیو ته وویل، داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې ایران دې له سوله ییزې لارې د دې شخړې د حلولو نیت ولري.
ده همدا راز وویل، که ایران رغنده رول ولوبوي هرکلی به یې وکړي، خو دې برخه کې هېڅ نښه نه ویني.
د یمن لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل چې د ایران د هغو بیړیو مخنیوی ګران دی چې حوثیانو ته وسلې وړي، خو ټینګار یې وکړ چې دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.