د کرونا ویروس له امله هند کې د مړو شوېو کسانو نوی ریکارډ جوړ شو

هند کې روغتونونه د وسایلو او اکسیجن له کمي سره مخامخ دي

هند چې د کرونا ویروس دوهمې څپې سخت ځپلی، په یوه شپه او ورځ کې پر دغه ویروس د اخته شوېو او ترې د مړو شوېو کسانو یو نوی ریکارډ ټینګ کړ.

د رسمي شمېرو له مخې پرون چهارشنبه (د غويي ۱) له درې لکو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او دوه زره هم ترې مړه شوي دي.

په دغه ۱،۳ میلیارډ نفوس لرونکي هېواد کې روغتونونه د وسایلو او اکسیجن له کمي سره مخامخ دي او ډېر ناروغان د درملنې لپاره نه منل کېږي.

سیمه ییزې رسنۍ د روغتیايي وسایلو د غلاو خبر ورکوي او وایي، کورنۍ هڅې کوي چې د خپلو ناروغو عزیزانو د درملنې لپاره د مړو شوېو ناروغانو د مصنوعي تنفس وسیلې غلا کړي.

دغه راز ویل کېږي چې په یو شمېر لویو ښارونو کې د هغو کسانو چې سوځول کېږي یا خښیږي شمېر له هغه ډېر زیات دی چې چارواکي یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې راپورونه ورکوي.

نوی ډیلي اوس کلک ټولبند دی او چارواکي د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په یو شمېر نورو ښارونو او ایالاتونو کې هم ورته اقدامات کوي.

دغه خطرناکه وضعیت ته په پام د هند د سیروم انسټیټیوټ چې د کووېډ -۱۹ ضد اسټرازینیکا واکسین تولیدوي ویلي، نه شي کولای چې د دغه واکسین د تولید اندازه چې اوس په میاشت کې له ۶۰ میلیونه ډوزو تر۷۰ میلیونه ډوزو پورې تولیدوي، تر جولای میاشې پورې سل میلیون ډوزو ته ورسوي.