افغان ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا د مرستو په خاطر د دې هېواد له ولسمشرې کرستي کالیولاید څخه مننه وکړه.
مېرمن کرستي چې کابل ته په رسمي سفر تللې، پرون یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.
د جمهوري ریاست د ټویټرپاڼې له مخې دواړو ولسمشرانو د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې او دغه راز له نړیوالې ټولنې او ناټو سره د افغانستان د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر غني له افغانستان سره د استونیا د مرستو د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تېره بیا د ډیجیټال کېدو برخه کې د دې هېواد د همکارۍ د زیاتوالي غوښتنه وکړه.