جرمني ښایي۵۲۰ افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي

افغانستان کې جرمني سرتیري

جرمني رسنیو د چهار شنبې (د اپریل ۲۱مه) په ورځ راپور ورکړی چې دا هېواد به ښایي هغو ۵۲۰ افغان ژباړونکو او کورنیو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له جرمن ځواکونو سره کار کړی وي.

دا څرګندوني داسې مهال کېږي چې دا هېواد د جولای تر ۴مې پورې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو غور کوي.

تر اوسه د دغو افغانانو د برخلیک په اړه کره پرېکړه او نېټه نه ده اعلان شوې، خو د جرمني دفاع وزیرې انیګریت کرامپ کارین باور د جرمني خبري اژانس ‘ډي.پي.اې’ ته ویلي چې غواړي ډاډ ترلاسه شي چې له افغانستانه د جرمني ځواکونو تر وتلو وروسته ایا د دوی د افغان همکارانو ژوند ته خطر متوجه دی که څنګه؟

دې ویلي: "موږ دلته د هغو کسانو په اړه خبرې کوو چې کلونه یې زموږ تر څنګ کار کړی، ژوند یې په خطر کې دی او هم زموږ سره یې په مبارزې کې برخه اخېستې ده."

د جرمني 'ویلت ام سونتاګ' ورځپاڼې هم د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې پوځ په پام کې لري چې کابل او هم ښایې په مزار شریف کې دفترونه جوړ کړي چې د یادو افغانانو د پناهندګۍ پروسه پیل کړي، خو ټاکلي نېټه یې نه ده ښودلې.

که د دوی قضیې ومنل شي، کورنۍ یې به هم له دوی سره جرمني ته یوړل شي.

جرمني تر امریکا متحده ایالاتو وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډېر ځواکونه لري چې شمېر یې شااوخوا زرو ته رسیږي.

دوی ۳۰۰ ځایي افغانان د ژباړونکو په توګه استخدام کړي دي.