دفاع وزارت: نیمروز کې ۶ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوندي نیول شوي

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت په نیمروز ولایت کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۶ نورو د ژوندي نیولو خبر ورکړی.

د دغه وزارت په اعلامیې کې چې د چهارشنبې (د غويي ۱) په ورځ خپره شوه راغلي چې افغان کوماندو ځواکونو پرون ماسپښین د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د اخاذۍ پر یوه مرکز عملیات کړي دي.

د اعلامیې له مخې په عملیاتو کې ۴ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې طالبانو په دې سیمه کې له ټرانسپورټي موټرو څخه په زور او جبر پیسې اخېستلې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.