جرمني د جولای تر څلورمې له افغانستانه د خپل ټولو ځواکونو پر وتلو غور کوي

ارشیف، د جرمني دفاع وزیره په افغانستان کې له خپلو سرتېرو سره د لیدو پر مهال

جرمني پلان لري د جولای میاشتې تر څلورمې نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر وتلو غور وکړي.

د جرمني خبري اژانس (ډي.پي.اې) او فرانس پرس اژانس د جرمني د دفاع وزارت په حواله ویلي، د دې پرېکړې په اړه‌یې قانون جوړوونکو ته معلومات ورکړي دي.

د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، په دې اړه له ناټو سره مشوره روانه ده.

دا ګام د امریکا او ناټو د هغه اعلان له مخې پورته کېږي چې تېره اوونۍ یې وویل، د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

دا نېټه د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې له راغلې نېټې څه باندې څلور میاشتې ځنډ ښيي.

طالبانو دا له تړونه د امریکا سرغړونه وبلله او په غبرګون کې یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې په ټولو هغو کنفرانسونو کې خپل ګډون رد کړ چې د افغانستان په اړه پرېکړه په‌کې کېږي.