کابل کې د موټربم تازه برید د څه شي ښکارندوي کوي؟

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري

په کابل کې له یوې اوږدې مودې وروسته یوه موټربم چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې چاودنه کې چې د کابل په ۱۵ ناحیه کې وشوه، د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه شپږ غړي او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

تراوسه یې چا یا کومې ډلې مسوولیت نه دی اخېستی، خو دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د استانبول د غونډې په ځنډېدو سره د سولې هڅې له نویو خنډونو سره مخامخ شوي.

د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت له پخواني ویاند جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې دغه چاودنه د څه شي ښکارندوي کوي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له وزیري سره مرکه