د جورج فلوېډ وژنه؛ امریکايي افسر دیریک شاوون مجرم وپېژندل شو

د پولیسو پخوانی افسر دیریک شاوون

د امریکا د یوې محکمې منصفه پلاوي د پولیسو پخوانی افسر دیریک شاوون په میناپولیس ښار کې د تورپوستي امریکایي جورج فلوېډ په وژنه کې مجرم وپېژنده.

دغه ۱۲ کسیز پلاوي پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) لس ساعته بحثونه وکړل او ۴۵ کلن شاوون یې د وژنې په تورونو مجرم وپیژند.

شاوون اوس له لسګونه کاله قید سره مخامخ دی.

متخصصانو ویلي، دا افسر به د استناف غوښتنه وکړي.

مجرم پېژندل شوي پخواني افسر تېرکال په مې میاشت کې د یوه تورپوستي امریکایي جورج فلوېډ پر مرۍ ۹ دقیقې زنګون ایښي و چې وروسته هغه سا ورکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وژل شوي تورپوستي سلګونه پلویان د دغه حکم پرمهال د محکمې مخې ته راټول شوي او ښادۍ یې کړي دي.