د بښنې نړیوال سازمان: تېرکال د اعدامونو کچه ټیټه شوې

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو کچه په لږ تر لږه یوې لسیزه کې ټیټې کچې ته رسیدلې ده.

په لندن کې مېشت دغه سازمان پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په نړۍ کې د اعدامونو په اړه خپل راپور خپور کړ.

راپور کې راغلي، ایران او ۱۷ نورو هېوادونو تېر کال د کرونا وبا له ګواښ سره سره هم اعدامونه اجرا کړي دي.

د دوی موندنې ښيي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۴۸۳ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۱۹ کال پرتله ۲۶ فیصده کموالی ښيي.

پروسږ کال ایران ۲۴۶، مصر ۱۰۷، عراق ۴۵ او سعودي عربستان ۲۷ تنه اعدام کړي چې دا شمېر د ټولو اعدام شویو کسانو اتیا فیصده جوړوي.

چین، شمالي کوریا، سوریه او ویتنام په دوهمه درجه کې هغه هېوادونه یاد شوي چې اعدام په کې شوی. ​