د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ۱۹ ولایتونو کې ۶۶ پروژې پلې کوي

ارشیف

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، خصوصي شرکتونو او د کلیوالي انکشافي شورګانو ترمنځ نن چهارشنبه (د غويي ۱) د ۷۰۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۶۶ پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د دغه وزارت ویاند فریدون اژن وايي چې دغه پروژې به په ۱۹ ولایتونو کې پلې او ۱۳۷زره کلیوال به یې له ګټو برخمن شي.

نوموړی زیاتوي، دغو پروژو کې د سړکونو، استنادي او محافظتي دیوالونو، د اوبو د مدیریت د کانالونو، د کاریزونو او سربندونو او دغه شان د پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

یاد وزارت وايي چې له دې وړاندې یې هم د ولسي تړون په چوکاټ کې لسګونه پروژې پلي کړي او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي.