له شااوخوا یو کلن ځنډ وروسته کابل کې درنه چاودنه

ارشیف

له شااوخوا یو کلن ځنډ وروسته کابل ښار کې تېره شپه د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پنځلسمې ناحیې اړوند شهید څلور لارې ته نژدې دغې چاودنې پنځه پوځیان او ملکیان ژوبل کړي او شااوخوا ودانیو، دکانونو او موټرو ته یې زیان اړولی دی .

د چاودنې هدف لا مشخص شوی نه دی، خو ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو یوې ودانۍ ته نژدې شوې ده.

کورنیو چارو وزارت ویلي، د ملي امنیت د ارزونې ډله سیمه کې ده او وروسته به خپلې موندنې اعلان کړي.

سملاسي د چاودنې مسولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.