له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو د جورج بوش اندېښنې

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش وايي، له افغانستانه د سپټمبر تر یوولسمې پورې د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن په پرېکړه اندېښمن دی.

جورج بوش وایي، له دې هېواده د ځواکونو له ایستلو وروسته که طالبان بیا واک ته ورسېدل، د افغان ښځو او نجونو حقونه به واخېستل شي.

په امریکا کې د جورج بوش په ولسمشرۍ دوره کې د سېپټمبر د ۱۱مې تروریستي حملې وشوې چې له هغه وروسته امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ.

ولسمشر جو بایډن د نیویارک او واشنګټن د تروریستي حملو له شلمې کالیزې سره په یو وخت له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.