د امریکا د پوځ یو لوړپوړی قوماندان وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خوندي او منظمو وتلو ته کار کوي.
په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مککنزي وايي: "موږ له خپلو کورنیو ادارو او نړیوالو متحدانو سره په ګډه کار کوو، موږ به له افغانستانه په منظم او خوندي ډول د خپلو ځواکونو او نورو متحدانو د پوځیانو وتلو ته هر ډول اقدامات وکړو."
مککنزي وایي، تراوسه یې د افغانستان له کوم ګاونډي سره موافقه نه ده کړې.
جنرال مککنزي دا خبره پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) د کانګرس د غړیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به ایا امریکا د ترورستانو د ځپلو لپاره په سیمه کې اډه ولري؟
ده وویل، د ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات سخت وي، خو بې امکانه به نه وي.