اوچا: د ۲۰۲۱ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان کډوال شوي

ارشیف، کندهار کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږه کوونکې اداره (اوچا) وایي، د دوه زره یو ویشتم کال په لومړیو درې میاشتو کې یو اتیا زره افغانان له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د جنوري له میاشتې راپه دې خوا ۱۸ زره کسان په ننګرهار کې او ۱۲ زره په کندهار کې بې ځایه شوي او تر دې دوو ولایتونو وروسته په فاریاب او بغلان کې ډېرکسان په تېرو دوو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا په خپل راپور کې چې پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) یې خپور کړ، ویلي دي چې نژدې ۶۰ په سلو کې بې ځایه شوي ماشومان او تر ۱۸ کلونو لږ عمره کسان دي.

د راپور له مخې جګړې په لومړي ګام کې او طبیعي ستونزې په دوهم ګام کې د خلکو د بې ځایه کیدو سبب شوي دي.