مشهور پاکستانی خبریال ابصار علم د یوه برید په ترڅ کې ټپي شوی

مشهور پاکستانی خبریال ابصارعلم

مشهور پاکستانی خبریال ابصارعلم وایي، په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته د برید پرمهال ټپي شوی دی.

ابصار علم د ډزو یوه ویډیو چې د موټر له دننه اخېستل شوې ده، پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په خواله رسنیو کې شریکه کړه او ویې ویل چې دی په نس کې په مرمۍ لګیدلی دی.

وروسته بل خبریال عزیز سید په روغتون کې د ابصارعلم پوښتنې ته ورغی او ویې ویل چې ډاډه دی او روحیه یې عالي ده.

دا څرګنده نه ده چې پر ابصار علم چا ډزې کړي دي، خو دی په دې مشهور دی چې په ملکي چارو کې یې بیا-بیا د پوځ پر مداخلې انتقاد کاوه.

ابصار علم په خپاره کړي ویډیو پیغام کې ویلي، هغو کسانو ته چې پر ما یې برید کړی دی زما پیغام دا دی چې زه له داسې شیانو نه ویریږم او له خپلو هڅو به په شا نه شم.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا پېښه غندلې ده او د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د اپوزسیون ډلې غړې مریم نواز په ټویټر کې لیکلي دي چې د مخالفو غږونو غلي کېدل یو سرطان دی چې له کلونو راهیسې دا هېواد ځوروي او ابصارعلم د دې بې رحمه او وحشي جنایت تازه نښه ده.

ابصارعلم پخوا د انګلیسي ژبې 'نېشن' ورځپاڼې مسوول مدیر و او د پاکستان د انټرنیټي رسنیو مشر هم پاتې شوی دی.