روسیه کې د امریکا سفیر: واشنګټن ته د سلا مشورو په پار ځم

مسکو کې د امریکا سفیر جان سُلیوان

د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو سره په روسیه کې د امریکا سفیر ویلي دي چې دا اوونۍ به د خپل هېواد له چارواکو سره د سلامشورې لپاره واشنګټن ته لاړ شي.

د دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر هغې ترینګلي شول چې د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن د سایبري بریدونو، د امریکا په انتخاباتو کې د مداخلې او په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د روسيې له لوري د ګواښونو په خاطر پر مسکو نوي بندیزونه ولګول.

همدا راز د کریملین د سیاسي منتقد الکسي ناوالنۍ مساله ده، د اوکراین په ختیځ او کریمیا ټاپو وزمه کې د روسیي ځواکونو د شمېر د زیاتېدو موضوع ده او تازه دا تور پورې شوی دی چې روسیې په دوه زره څوارلسم کال کې د چک جمهوریت د مهماتو په یوه زېرمه کې په چاودنه کې لاس درلود.

په مسکو کې د امریکا د سفارت ویاندې ریبیکا راس ویلي دي چې سفیر جان سُلیوان غواړي له خپلو همکارانو سره د جوبایډن د ادارې او روسیې پر اړیکو خبرې وکړي.