په پکتیکا کې سرحدي ځواکونه په زیاته پیمانه د امونیم نایټرېټ موادو چې په چاودېدونکو توکو کې هم ترې کار اخیستل کېږي، د ضبطولو خبر ورکوي.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې سرحدي لوا قوماندان ډګروال ګوجرخان امان وایي، په ۱۵۵ بوجیو کې دغه مواد چې له پاکستانه په قاچاقي توګه راوړل شوي و، د دې ولایت په تروې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
ښاغلی امان زیاتوي: "په دې باندې د پاکستان مارک دی. له دې ځایه دښمن غوښتل چې دغه مواد د افغانستان نورو ولایتونو ته ولېږدوي."
د ښاغلي امان په وینا په ډېرو ماینونو کې له دغو موادو چې د تخریب اندازهیې زیاته ده، کار اخیستل کېږي.